نړیوال سمندري سازمان ویلي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې په هرمز تنګي کې شاوخوا ۲ زره بېړیو کې له ۲۰ زرو زیات سمندري کارکوونکي بند پاتې دي
د راپور له مخې په دغو بېړیو کې د تېلو او ګازو، د بېلابېلو سوداګریزو توکو او د سېلانېانو لېږدوونکې بېړۍ شاملې دي
نړیوال سمندري سازمان دا هم ویلي چې د جګړې له پیل راپدیخوا پر بېړیو لږ تر لږه ۱۹ بریدونه شوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۰ سمندري کارکوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال دغه سازمان په جګړه کې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د دغو سمندري کارکوونکو د خوندي لېږد په موخه دې خپل بریدونه را کم کړي

