د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د شنبې په ورځ د پاکستان او ایران څخه په تازه ۸۷۹ نورې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۱۷ تنو ته رسیده بیرته هیواد راستانه شول
فطرت لیکلي پدې لړ کې د تورخم له لارې (۷۰۵)کورنۍ هېواد ته راستنې او د یاد کورنیو (۳۷۷۲)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي او له تورخم څخه (۴۱۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۶۰)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۲۲۸۲۶۰
افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
مرستیال ویاند وایي تورخم کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۱۸)کورنیو سره مجموعًا (۵۹۳۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې.
هغه لیکلي اخوا د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۹۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۲۹) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۲۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۶)تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي ده او یادو کورنی ته (۲۶۹۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې.
دی وایي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶)کورنیو سره مجموعًا (۳۰۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړي لیکلي د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۴۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنۍ سره مجموعًا (۱۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
هغه څرګنده کړې د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۶) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱) کورنیو سره مجموعًا (۷۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
مرستیال ویاند لیکي د بهرامچې له لارې (۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸)تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳)کورنۍ سره مجموعًا (۲۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
ملا حمدالله فطرت وړاندې لیکي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۱۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۰۲)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۹۹۹۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا په بېلابېلو لارو کې راستنېدونکو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.

