په امریکا کې د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تایید کچه د هغه د اوسنۍ دورې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې ده؛ هغه وضعیت چې د ژوند د لګښتونو لوړوالي او له ایران سره د کړکېچ له زیاتېدو سره تړل کېږي.
دغه څلور ورځنۍ سروې، چې د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې، ښيي چې ۳۴ سلنه امریکایان د ټرمپ د سپینې ماڼۍ کړنې تاییدوي، په داسې حال کې چې دا کچه په مخکینۍ سروې کې ۳۶ سلنه وه.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هغه د واکمنۍ له پیل سره دا شمېره ۴۷ سلنه وه.

