کورنیو چارو وزارت وایي د هیواد په اوو ولایتونو کې تېرو ۲۴ ساعتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۵ تنه نیول شوي دي .
دغه وزارت لخوا خپره شوې خبرپانه کې راغلي په جلا جلا عملیاتو کې یاد کسان د غلا اخلاقي فساد او د وسلو ناقانونه لیږدل په تړاو نیولي .
د خبرپاڼه د معلوماتو له مخې؛ ۸ تنه د غلا په تړاو په نیمروز، ۳ تنه د وسلو ناقانونه لېږد او ۲ تنه غله په هرات، ۳ غله په سرپل، ۲ تنه غله په غور، ۲ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان، ۳ تنه د غلا په تړاو په هلمند او ۲ تنه نور د غلا په تړاو په ارزګان ولایت کې نیول شوي دي.

