د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال منصور اوشوربایف سره په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې، افغان لوري د سیمهییزې ایکولوژیکي غونډې لپاره د افغان پلاوي د رسمي بلنې له امله د قزاقستان مننه کړې او ټینګار یې کړی چې په دا ډول غونډو کې ګډون د نظرونو تبادلې، تجربو شریکولو او څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت برابروي. نوموړي دا ډول تعاملات د سیمې د ګډو چاپېریالي ستونزو د حل لپاره اغېزمن وبلل.
له بلې خوا، د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت مرستیال منصور اوشوربایف د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې ننګونې جدي وبللې او ویې ویل چې د دغو ستونزو پر وړاندې ګډه مبارزه یوه بېړنۍ اړتیا ده. هغه همداراز ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید په همغږۍ سره ګډ پروګرامونه طرحه او عملي کړي، څو د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې راکمې شي.
دواړو لورو په دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې، طبیعي سرچینو مدیریت او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر پراختیا د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

