چهارشنبه، د اپرېل ۲۲، ۲۰۲۶
کینیا – نایروبي
د کینیا راپورونه وايي، چې د نایروبي عالي محکمې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي Zahir Qadir د امریکا ته د سپارلو پرېکړه تائید کړې ده.
پر نوموړي په نیویارک کې د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتلو تورونه لګېدلي دي، خو د هغه وکیل او کورنۍ دغه تورونه «سیاسي» بولي.

نن (چهارشنبه، د اپرېل ۲۲مه) قاضي Alexander Mutetiu په خپله پرېکړه کې وویل چې د ابتدايي محکمې پرېکړه «قانوني» ده او تائیدوي یې، چې له مخې یې ښاغلی قدیر امریکا ته سپارل کېږي.
د پرېکړې د اعلان پر مهال، ظاهر قدیر هم د محکمې په تالار کې حاضر و.
ابتدايي محکمې مخکې ویلي وو، چې د امریکا استازو د هغه هېواد ته د قدیر د سپارلو لپاره اړین شرایط برابر کړي دي.
د هغه وکیلانو استدلال کړی چې د کینیا او امریکا ترمنځ د بندیانو د سپارلو رسمي تړون نشته، او دا تورونه «سیاسي بڼه» لري.
قاضي مټېټیو زیاته کړه چې د نړیوالو اصولو له مخې، حتی د دوهاړخیز تړون له نشتوالي سره هم، د بندیانو سپارل ممکن دي.
د پرېکړې له اعلان وروسته، د قدیر وکیل BBC ته ویلي چې دوی به دا پرېکړه سترې محکمې ته یوسي. نوموړو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی څو خپل دلایل وړاندې کړي
