CREATOR: gd-jpeg v1.0 (using IJG JPEG v62), quality = 82
د دوی په وینا د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ورسره ناوړه چلند کړی، وهلي ټکولي یې دي او پیسې یې ترې اخیستي دي.
راستانه شوي کډوال پاکستان کې د افغانانو ژوند له کړاوونو ډک بولي او زیاتوي چې کار ته نه پرېښودل کېدل، نیول کېدل، بندخونو ته اچول کېدل او په زور بېرته خپل هېواد ته ستنول کېدل.
دوی همداراز وايي چې د راستنېدو پر مهال د لارې په اوږدو او د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځ له لوري په جوړ شوي «حمزه» نومي کمپ کې هم له افغانانو سره ناوړه چلند شوی او هېڅ ډول اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوې.
بلخوا، د کرښې دې غاړې ته په عمري مېشتغالي کې د دولسو کمیټو له لوري د برابر شوو خدماتو څخه راستانه شوي کډوال خوښ دي.
مسوولین هم ټینګار کوي چې له راستنېدونکو سره بشپړې مرستې او خدمات وړاندې کېږي، خو په عین حال کې د پاکستان له لوري د ناسم چلند یادونه کوي.
راستانه شوي کډوال له هغو افغانانو چې لا هم په پاکستان کې مېشت دي، غواړي چې په باعزته ډول خپل هېواد ته راستانه شي او د کړاو ډک ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
د یادونې وړ ده چې له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه ورکول کېږي.
سره له دې چې بېلابېلو بنسټونو په وار وار له پاکستان څخه د دې ډول چلند د بندولو او د جبري ستنولو د مخنیوي غوښتنه کړې، خو لا هم دغه لړۍ روانه ده.

