د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه له نږدې لیدنه کړې ده .
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس رسنیو ته ویلي پدې سفر کې ثاني د کونړ غازيآباد سړک، د پشد او زیړي بابا پلونو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو مسؤلينو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او په ټاکلي وخت کې د چارو د ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د وزارت ویاند وایي د کونړ غازيآباد سړک څه باندې ۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې يې د یو پایه پله، یو شمېر پلګوټو او ۲۷۹۲ متره استنادي دېوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي.
هغه وایي د یاد شړک چارې به د سړک جوړونې له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.
نوموړی وایي د پشد پل په نرنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې څه باندې ۲۰۷ متره اوږدوالی لري او چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د حق شناس په خبره د زیړي بابا پل شاوخوا ۱۳۰ متره اوږدوالی لري، چې د یادو پلونو په رغولو سره به د خاصکونړ، نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
بلخوا د یادو پروژو پلې کوونکو ټیمونو هم ډاډ ورکړی چې د دغو پروژو چارې به په ټاکلي وخت او د سړک جوړونې له نړیوالو معیارونو سره سمې بشپړې کړي.

