د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي وایي، هغه موسسې چې خپل خدمات د تړون له شرایطو سره سم نه وړاندې کوي، قراردادونه به یې لغوه شي.
نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې په غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د مرستندویو هېوادونو مرستې باید په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورسېږي
د هغه په وینا، ډېری مرستې د موسسو له لارې تطبیقېږي، نو اړینه ده چې د دې پروسو جدي څارنه وشي او د هر ډول نیمګړتیا مخه ونیول شي.

