د عامې روغتیا وزارت د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ له پوهنځیو د نږدې اووه زره فارغانو د فعالیت جواز (اګزیټ) ازموینه واخیسته.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ازموینه د عامې روغتیا د وزیر نور جلال جلالي، د ازموینو ملي ادارې د مرستیال رحیمالله حقاني او یو شمېر نورو مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.
د ازموینو ملي ادارې مرستیال ډاډ ورکړیچې یاده ازموینه په بشپړ شفافیت او مسلکي ډول ترسره شوه او پایلې به یې د روڼتیا پر بنسټ اعلان شي.

