د بشر حقونو یو نړیوال بنسټ ویلي چې پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې د پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو په ملکي سیمو کې درنې وسلې او بېتفکیکه هاوان مرمۍ کارولي دي.
د یاد بنسټ په وینا، د دغو بریدونو له امله یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بنسټ له پاکستاني پوځي چارواکو غوښتي چې پر ملکي سیمو بریدونه ودروي او د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي.
همداراز، یاد بنسټ له ملګرو ملتونو او د بشر حقونو له نورو نړیوالو ادارو غوښتي چې د دغو پېښو په تړاو جدي څېړنې ترسره کړي او د مسوولو کسانو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

