Screenshot
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د زیاتو اورښتونو له امله په دوو جلا پېښو کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.
لومړۍ پېښه د غني خېلو ولسوالۍ اړوند ۲۵ ویالې سیمه کې د یو کور د کوټې چت نړېدو له امله یوې مېرمنې ژوند بایللی او دوه ماشومان یې ټپیان شوي دي.
دغه راز دوهمه پېښه د نازیانو ولسوالۍ اړوند لنډۍ سیمه کې شوې، چې پکې د یو کور چت نړېدو له امله دوه تنه ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د پېښو له رامنځته کېدو سره سم امنیتي مسوولین سیمو ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

