
د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار په سپېدار ماڼۍ کې اداء شو.په دغو مراسمو کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبير، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسئولینو، په کابل کې د دوستو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو، علماء کرامو او مجاهدینو ګډون کړی و.
باختر اطلاعاتي آژانس ته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ مولوي عبدالکبیر له لمانځه مخکې جوړو شویو مراسمو کې، د اختر مبارکۍ ترڅنګ؛ ویلي دي: سږنی اختر په داسې حال کې نمانځل کېږي چې سیمه او نړۍ له بېلابېلو تحولاتو او تاوتریخوالي سره مخ ده او دوام یې سیمې او نړۍ ثبات ته جدي ګواښ بلل کېږي.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر، زياته کړې چې د اسلامي نظام پیاوړتیا، د شریعت تطبیق، عدالت او ملي یووالی؛ د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی.
هغه ټینګار کړی چې د سترو سیمهییزو پروژو پلي کول، د سوداګرۍ پراختیا، د ترانزیټي دهلېزونو فعالول، د طبیعي سرچینو شفاف مدیریت، د کرنې وده او د زیربناوو پراختیا؛ د حکومت د پراختیايي پلانونو مهمې برخې دي.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې چې افغانستان کولای شي د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي همکاریو یو مهم پل وګرځي.
د هغه په وینا، د افغانستان سیاست اقتصادمحوره، متوازن او د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړ دی او کابل غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې ولري.
خو هغه په ټینګار سره ویلي چې هېچا ته به اجازه ورنکړل شي؛ څو د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری وکړي یا د هېواد په کورنیو چاروکې لاسوهنه وکړي.
مولوي عبدالکبیر د پاکستان له لوري وروستي بریدونه غندلي او دا کړنې يې د نړیوالو او اسلامي اصولو خلاف بللې دي.
د هغه په باور، جګړه د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه نه ده او غوښتنه یې کړې چې د پاکستان علماء او ولسونه باید اجازه ورنکړي څو د دواړو مسلمانو ملتونو اړیکې د بهرنیو قدرتونو د غوښتنو قرباني شي.
هغه له هغو هېوادونو څخه مننه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او ډیپلوماتیک حل لپاره یې هڅې کړې دي او زیاته کړې ده چې افغانستان د خبرو اترو دروازې پرانستې ساتلې، خو د هر ډول یرغل پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره چمتو دی او افغان ځواکونه به د خپل هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چار وزیر همدارنګه ویلي چې افغانستان دا مهال د هغو میلیونونو راستنېدونکو کوربه دی چې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه په فارس خلیج کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او پر ایران، د امریکا او اسرائیلو بریدونه یې غندلي دي.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې، پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د دغه شان پېښو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشي.
