د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچني اختر لمونځ د پراخ ولسي ګډون، ډاډمن امنیت او د ورورولۍ په فضا کې ادا شو.
ه مرکزونو تر ولسوالیو پورې میلیونونو هېوادوال په جوماتونو او عیدګاوو کې راټول شوي وو او دا مبارک ورځ یې په ګډه ونمانځله.
ځايي چارواکو او علماوو د اختر په ویناوو کې د یووالي، متقابل درناوي او اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل، چې له قومي تعصباتو ډډه وکړي او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډ کار وکړي.
همداراز د امیرالمؤمنین حفظه الله اختریز پیغام په جوماتونو کې ولوستل شو او خلکو ته د هغه د لارښوونو د عملي کولو سپارښتنه وشوه.
په ورته وخت کې امنیتي او دفاعي ادارو د اختر په ورځو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د هېواد په کچه ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي، تر څو خلک وکولای شي خپلې خوښۍ په ارامه فضا کې ولمانځي.

ګڼو هېوادوالو هم د امنیت له وضعیت خوښي څرګنده کړې او د ځواکونو له هڅو یې مننه کړې ده.
له بلې خوا په یو شمېر ولایتونو کې بازارونه د اختر له امله ګرم شوي او خلک د خپلو کورنیو لپاره د اړتیا وړ توکي اخلي.
خلکو هڅه کړې، چې د اختر دودونه ژوندی وساتي او خپلې خوښۍ له کورنیو سره شریکې کړي.
