د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، د غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې له سیمهییزو چارواکو، مجاهدینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د عامو خلکو له استازو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
نوموړي په دغو لیدنو کې د یادو ولایتونو له بېلابېلو قشرونو سره د لیدو او خبرو اترو له لارې د هغوی نظرونه او غوښتنې اورېدلې دي.
دغه سفر د سیمهییزو مسؤولینو او ولسونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه ترسره شوی دی
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

