
د راپورونو له مخې، د باليووډ د ستوري شاه رخ خان راتلونکی فلم «کینګ» به ۳ ساعته او ۱۷ دقیقې اوږدوالی ولري.
دغه فلم، چې ډایرکټر یې سیدارت انند دی، د شاه رخ خان له ډېرو تمه لرونکو فلمونو څخه دی او د اوږدوالي په اړه یې راپور د فلم مینه والو لیوالتیا نوره هم زیاته کړې ده.
که دا راپور تصدیق شي، نو «کینګ» به په ۲۰ کلونو کې د شاه رخ خان لومړی فلم وي چې له درېو ساعتونو اوږد وي. د هغه وروستی له درېو ساعتونو اوږد فلم په ۲۰۰۶ کې د کرن جوهر «کبهي الوداع نا کهنا» و.
سرچینه: Zoom TV
#ShahRukhKhan #King #Bollywood #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

