د هند د ګجرات ایالت په امریلي ولسوالۍ کې د ساورکونډلا ښار د ګونډارا سیمې ته څېرمه په یوه تړلي ښاروالۍ سبزيمارکېټ کې ستره اورلګېدنه شوې چې له امله یې د «سمارپن ګوشالا» په نوم د غواګانو د ساتنې مرکز لپاره زېرمه شوي واښه سوځېدلي دي.
سرچینه زیاتوي، اور وژونکي سیمې ته رسېدلي او له هڅو وروسته یې اور تر کنټرول لاندې راوستی دی.
تر اوسه په دې پېښه کې د اوښتو ځاني او مالي زيانونو په تړاو څه نه دې ويل شوي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

