د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني غزني پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته سفر کړی او د یو شمېر رغنیزو پروژو د کار بهیر یې له نږدې ارزولی دی.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا ثاني د غزني ـ پکتیا او غزني ـ پکتیکا له مسیرونو، چې غزني له دغو ولایتونو سره نښلوي، لیدنه کړې ده.
نوموړي د غزني ـ شرنې د ۴۵ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم روانې چارې هم کتلي دي.
د پکتیکا په ارګون ـ سروبي کې یې د ۲۰ کیلومتره سړک او یو شمېر نورو رغنیزو پروژو د کار بهیر هم ارزولی او په پکتیا کې یې د څو نورو پروژو چارې له نږدې ارزولې دي.
ملا محمد عیسی ثاني د پروژو د تطبیق کوونکو او قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته د کار د چټکتیا د کیفیت د ساتلو او د پروژو د ټاکلي وخت پر مهال د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
سرچینه : ټولګټو چارو وزارت

