د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې روسیې او اوکراین یو ځل بیا پر یوه او بل ځوابي بریدونه کړي، چې له امله یې دواړو لوریو ته ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د روسیې په بریدونو کې څلور او د اوکراین په بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي دي.
دغو هېودونو پر یوه او بل د بریدونو لپاره کروز او بالستیک توغندي، ګلاید بمونو او جېټځواک لرونکې بېپیلوټه الوتکې کارولي دي.
سرچینه : شرق نیوز

