د امریکا د سولې په چارو کې د افغانستان پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چودري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان د پاکستان تر جوړېدو څو پېړۍ وړاندې د یوه خپلواک دولت په توګه پېژندل شوی دی.
چودري په یوه تازه مرکه کې افغانستان دولت نه دی بللی او ادعا یې کړې، چې دغه هېواد د یوې غیردولتي ډلې له خوا اداره کېږي.
خلیلزاد د پاکستاني پوځي چارواکي دغه دریځ د نړیوالو قوانینو له اصولو سره په ټکر کې بللی او له اسلاماباد یې غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپله ګواښوونکې او ناکامه پالیسي بدله کړي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دواړه ګاونډي هېوادونه یو بل ته اړتیا لري او د اختلافاتو پر ځای باید د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

