د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د ټرمپ له ادارې غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږدولو پلان لغوه کړي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي؛ خو د کانګرس غړو د دغه پلان په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر ته په خطاب کې غوښتنه کړې، چې دغه پلان لغوه او د افغانانو د لېږد لپاره په پام کې نیول شوې الوتنې ودروي.
په دې ډله کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې او د امریکا حکومت ورسره د ساتنې ژمنه کړې ده.
د کانګرس غړو یوازې د افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنه نه ده څرګنده کړې، بلکې د ایراني وګړو د احتمالي ایستلو موضوع یې هم یاده کړې او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې د دواړو هېوادونو د وګړو د لېږدولو پلانونه لغوه کړي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

