د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې پر دوو ملکي ودانیو د روسیې په جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په لومړي برید کې هغه ښوونځی په نښه شوی چې د جګړې له امله اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره کارول کېده. په دویم برید کې بیا هغه ودانۍ تر برید لاندې راغلې چې سیمهییزو اوسېدونکو د جګړې له وېرې پکې پناه اخیستې وه.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زېلنسکي د دغو بریدونو مسؤلیت روسي ځواکونو ته منسوب کړی او ویلي یې دي چې دواړه بریدونه د روسیې له لوري ترسره شوي دي.
تر دې دمه د پېښې د ټپیانو د کره شمېر او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي وړاندې شوي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

