د تهران والي محمدصادق معتمدیان له اوسېدونکو وغوښتل چې د هوا له دوامدارې ککړتیا سره له غیر ضروري تګ راتګ او په خلاصه هوا کې له پاتې کېدو ډډه وکړي او د اړتیا پر مهال دې د کارپوهانو سپارښت شوي ماسکونه وکاروي. هغه وویل د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به د تهران په سوېلي سیمو کې ککړتیا لا ډېره شي، نن او سبا د موټرو جفت او طاق پلان عملي کېږي او تمه ده دا حالت تر دوشنبې پورې دوام وکړي.

سرچینه: اېنډیپنډنټ فارسي
#Tehran #Iran #AirPollution #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

