
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له انګړه د یوه خصوصي شرکت لخوا هغو کسانو ته چې د غږونو د نه اورېدو ستونزه یې درلوده، د اورېدو عصري وسایلو د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغه خصوصي شرکت مسوولین وايي، په هېواد کې به ۳۳۵ ناشنوایانو ته د اورېدو وسایل ورکړي، چې له جملې ۱۵۰ تنو ته یې په ننګرهار کې دغه لړۍ پیل شوې ده. دوی زیاتوي، چې دغه لړۍ به لا وغځوي، ترڅو ګڼ خلک د غږ اورېدنې له نعمته برخمن کړي.
ناشنوایان د اورېدو له امله ستونزې لري، له حکومت او دغه ډول بنسټونو یې غوښتنه کړې، چې ورته په کور دننه دایمي زمینه برابره کړي، ترڅو یې د اساسي ډول د دغې ستونزې علاج وشي.
د دغه خصوصي شرکت مسوولین وايي، چې د دغې ستونزې د حل او درملنې لپاره به راتلونکي کې یو روغتون هم جوړ کړي، ترڅو په کور دننه یې درملنه ترسره شي.
سرچینه: شرق نیوز
#Nangarhar #Afghanistan #HearingAids #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

