
ننګرهار کې له پاکستانه په جبر راستانه شویو سره نغدي مرسته!
دلته د کډوالو چارو ریاست تر چتر لاندې د NRC په مالي مرسته او کوار (CARE) مرستندویه ادارې په تخنیکي مرسته د ۲۴۰ کورنیو سره د کورونو د کرایه په موخه له هرې یوې کورنۍ سره ۱۴۵۴۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
د پاکستان په جبر راستانه شوې دا مېرمنې د شوې مرستې مننه کوي او د ګڼو ستونزو په یادونې سره له حکومته د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
د دې وراخوا بیا د کډوالو چارو ریاست تر چتر لاندې DRC موسسې هم د راستانه شویو په ګډون د بېوزله او بې سرپرسته ۳۳ مېرمنو په ګډون ۱۳۸ کورنیو سره د خپلو لومړنیو اړتیاوو په موخه د ۱۰۶۲۰ افغانیو نغدي مرسته وکړه.
د یادو کورنیو غړي له هرې کورنۍ سره د ذکر شویو افغانیو د ورکړې له امله مننه کوي.
د کډوالو چارو ریاست مسوولین بیا له پاکستان په جبر راستانه شویو ته د هر اړخیز مرستې ډاډ ورکوي او زیاتوي، چې د سرپناوو پروسه یې هم په چټکۍ روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په بهیر کې د نړیوالو معیارونو پر رعایت ټینګار کړی او د هغوی د خوندي، باعزته او په خپله خوښه بېرته ستنېدو غوښتنه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۶ میلیونه افغان کډوال، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي؛ له دې شمېرې نږدې درې میلیونه کسان یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ثبت شوي دي.
سرچینه: سباوون ساحل، د شرق نیوز ګلوبل خبریال
#Afghanistan #Nangarhar #Returnees #HumanitarianAid #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

