د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د اوومې ناحیې اوسېدونکو ته د ښاري اسانتیاوو برابرولو په موخه د یوه سړک او کانکریټي ویالو د جوړولو پروژه روانه ده.
د جلالاباد ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د نړیوال بانک په ۷.۹ میلیونه افغانیو مالي ملاتړ پلې کېږي، چې په ترڅ کې به یې ۶۴۹ متره سړک او ۸۷۰ متره د اوبو ویالې په کانکریټي بڼه جوړې شي.
ښاروالۍ وايي، دا مهال د پروژې په پلي کېدو کې ۸۰ کارګران بوخت دي او تمه ده چې د رغنیزو چارو بهیر په یوه میاشت کې بشپړ او پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د اوومې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د باراني اوبو د مدیریت په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

