یوناما وایي چې د کونړ ولایت د اسداباد او شاوخوا سیمو کې د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو درنه مرګژوبله شوې ده.
په دې بریدونو کې د کونړ پوهنتون هم زیانمن شوی او د ښځو، ماشومانو او محصلینو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.
یوناما ټینګار کړی چې ملکي وګړي او تعلیمي بنسټونه باید خوندي وساتل شي.

