د کونړ ولایت یو شمېر لیرو پرتو سېمو کې ځوانان وايي کاري فرصتونه نشته او بې کارۍ دوي په تنګ کړي دي.
ځوانان وايي فقر او غربت اوج ته رسېدلی او ډلې ډلې ځوانان د کار په لټه پسې بهرنیو هیوادونو ته ځي چې ډیری يې په غیري قانوني لارو خپل ژوند بایلي دي
د کونړ چپي درې ولسوالۍ دیګل دره چې په تیر کې د جګړو تود میدان وو شاوخوا پکې ۲ زره ځوان بیکارۍ تنګ کړي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کوي.
دوي وايي بیکارۍ په تیر کې هم ځپلي او اوس هم هغه څپه ددوي په سر لکه د سیوري ګرځي
ځوانان له مسولینو غوښتنه کوي چې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې دریغ ونکړي او خپلې هلې ځلې کړندۍ کړي.
په ورته مهال حکومتې مسولین وايي دوي د ولسونو د منځه راوتلي او د هغوۍ په هر ډول ستونزو او مشګلاتو ښه خبر دي .
دوۍ زیاتوي هڅه کوي چې ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې کاري فرصتونه رامنځته او هغوۍ په کار کړي .
مسولین وايي د یوشمېر موسیساتو سره يې خبرې کړي او ژر ده چې یاد ولایت کې خپلې پروژې پیل او ځوانان ورسره په کار بوخت شي
د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو او پدغه برخه کې غوښتني کومه نوي خبره نده په تیر کې هم ددي ولایت ګڼ شمیر ځوانان بیکاره وو اوس هم د یادې بدمرغۍ کړیږي ډیر خو داسې دي چې په سختو او غیري قانوني لارو بهرنیو هیوادونو ته لاړل چې ډیره برخه ځوانانو يې په لارو کې خپل ژوند وبایلو چې کورنۍ يې اوس هم د جسدونو د لیدلو په تمه دي.
راپور : پرویز مومند

