
دا د کونړ په منوري او سرکاڼو ولسوالیو کې ولسي غونډي دي چې ترسره شوې. پدې غونډو کې حکومتي مسولینو، لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او دیني علماوو برخه اخیستې وه.
د اسلامي امارت د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې پکې د شریعت د نفاذ، اسلامي اخوت او ناوړه دودونو د مخنیوي یادونه شوې، د عملي کېدو او د مشرتابه د ټولو فرمانونو د تطبیق په موخه دغه غونډې ترسره شوې.
په ورته مهال کې د منوري او سرکاڼو ولسوالیو ځايي اوسېدونکو د اسلامي امارت د مسولینو مننه وکړه چې د مشرتابه د فرمانونو په تطبیق کې هلې ځلې کوي. دوی وویل تر اوسه د دوی په سیمه کې ناوړه دودونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او له دې وروسته به هم د مشرتابه د فرمانونو په تطبیق او د اسلامي اخوت په برخه کې پوره همکاري کوي.
د ویلو ده چې د کونړ د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو ریاست تر چتر لاندې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق دغه غونډې د کونړ په ټولو ولسوالیو کې ترسره کېږي.
سرچینه: د شرق نیوز خبریال، پرویز مومند
#Kunar #Afghanistan #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

