کونړ، افغانستان — د نورګل ولسوالۍ مزار درې هغه سیمه ده چې د وروستۍ زلزلې له امله سخت ځپل شوې او اوس یې اوسېدونکي د پاکو اوبو له شدید کمښت سره مخ دي.
ځايي خلک وايي چې زلزلې د اوبو چینې، پایپلاینونه او څاګانې ویجاړې کړې دي، چې له امله یې د دوی لاسرسی پاکو اوبو ته خورا محدود شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې که څه هم په نورو برخو لکه کورونو، سړکونو او ځینو خدماتو کې مرستې شوې دي، خو د اوبو ستونزه لا هم جدي پاتې ده.
د مزار درې یو اوسېدونکی، عسکر خان، وايي:
“موږ خپل کورونه، لارې او نور خدمات له لاسه ورکړي دي. اوس یو څه بیا رغونه شوې، خو د اوبو برخه کې هېڅ اسانتیا نشته. موږ جدي اړتیا لرو چې دا ستونزه حل شي.”



په همدې حال کې، ځايي چارواکي وايي چې د نړیوالو موسسو په مرسته په سیمه کې لسګونه بیارغونې پروژې پیل شوې دي، چې د اوبو رسولو برخه هم پکې شامله ده.
د نورګل ولسوال مولوي عبدالظاهر خاکدوست وايي:
“له زلزلې وروسته موږ د خلکو ستونزې تعقیبوو او موسسې مو راجلب کړې دي. د اوبو رسولو لپاره هڅې روانې دي او ژر به اسانتیاوې برابرې شي.”
د یادونې وړ ده چې دا ستونزه یوازې د مزار درې پورې محدوده نه ده، بلکې د څوکۍ ولسوالۍ په دیوهګل درې کې هم زلزله ځپلي د ورته ستونزو سره مخ دي او له چارواکو د عاجلې پاملرنې غوښتنه کوي.
