په کابل کې د افغان – قزاق سوداګریز نندارتون پر مهال د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د زیتونو اچار او تېل نندارې ته وړاندې شول.
دغه دوه ورځنی نندارتون چې د انټرکانټینینټل هوټل کې جوړ شوی، پکې د افغانستان او قزاقستان سوداګرو خپل بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د ننګرهار کانال مسوولین وایي، په دې نندارتون کې د دوی د تولیداتو لپاره ښه بازار موندنه شوې او تمه لري چې د صادراتو لپاره به نوې لارې پرانیستل شي

