په نړيواله جنايي محکمه کې پاکستانيالاصله برېتانوی څارنوال کریم خان د جنسي ځورونې او تېریو په تور له دندې ګوښه شو.
د محکمې ۱۲۵ غړو هېوادونو څخه ۸۲ استازو د کریم خان د ګوښه کولو غوښتنه کړې ده.
د محکمې د اداري پلاوي مشر، پایوي کاکورانتا وویل، کریم خان جدي ناوړه چلند او له دندې څخه سخته سرغړونه کړې ده، باید له دندې ګوښه شي.
د واشنګټن پوهنتون د نړيوال جرمي قانون پروفیسورې لیلا سادات وویل د محکمې غړو په چټکۍ او قاطع ډول عمل وکړ، څو یو جنجالي او بدنام چارواکی له دندې لرې او محکمه وکولی شي د اسنادو له مخې خپل مهم کار ته دوام ورکړي.
کریم خان چې په نړيواله جنايي محکمه کې څارنوال و، وخت ناوخت به یې د اسلامي امارت د مشرانو پر ضد څرګندونې کولې او د هغوی د نیولو غوښتنه یې کوله.
سرچینه : حریت

