د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د درې نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو شبکې د ترميم چارې پيل شوې.
د مسوولینو په وینا مرکز پارون کې، چې وروستيو سېلابونو ګڼې پروژې زيانمنې کړې وې، د هغو په ډله کې د اوبو يوه شبکه هم شامله وه.
دوۍ وایي د يادې شبکې تخريب ګڼې کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې وې، چې د رغونې چارې یې تازه پيل شوي.
په همدې حال کې د قراردادي شرکت مسؤول وايي، د خلکو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو ترڅنګ به د يادې شبکې د ترميم چارې په يو نيمه مياشت کې بشپړې شي.
بل لور ته د نورستان ولايتي ادارې وياند له يونيسف ادارې څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکوي چې د سېلابونو له امله د زيانمنو شويو نورو پروژو د رغونې لپاره هم د ولايتي ادارې هڅې روانې دي، څو د ولسونو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
د يادونې وړ ده چې په پارون کې وروستيو سېلابونو د خلکو د کورونو او هټيو ترڅنګ سړکونه، پلونه او ګڼ شمېر عامه تاسيسات هم زيانمن کړي دي، چې د بيا رغونې لپاره يې عملي هڅې پيل شوې دي
راپور : مسعود عربزی

