کونړ — د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې مېشت د ګوجر قوم یو شمېر کورنۍ وايي چې د بشري مرستو له عادلانه ویش څخه بېبرخې پاتې شوې دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د یادو کورنیو په وینا، سلګونه ګوجر کورنۍ چې د بېلابېلو سیمو څخه دې ولسوالۍ ته کډه شوې دي، تر اوسه د مرستو په پروګرامونو کې ونډه نه ده ترلاسه کړې او د مرستو د وېش بهیر له نابرابرۍ سره مل بولي.
یو تن ځایي اوسېدونکی، سید الرحیم، وايي:
«موږ دلته د سختو شرایطو له امله راغلي یو. که څه هم دا ځای د اوسېدو لپاره مناسب نه دی، خو په دې هیله ژوند کوو چې حکومت یا مرستندویه ادارې به زموږ لاسنیوی وکړي، خو تر اوسه زموږ پوښتنه نه ده شوې.»
بل اوسېدونکی، عثمان غني، هم ورته اندېښنه څرګندوي او وايي:
«موږ څو ځله اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، خو زموږ ستونزو ته پام نه دی شوی. غوښتنه مو دا ده چې مسوولین دې زموږ وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.»
د دغو کورنیو په وینا، دوی خپل غږ د ځایي ادارو، موسسو او ولایتي مسوولینو تر کچې رسولی، خو تر اوسه یې کوم عملي اقدام نه دی لیدلی.
بلخوا، د کونړ ولایت سیمهییز مسوولین وايي چې په بېلابېلو ولسوالیو کې د موسسو په مرسته زرګونو کسانو ته بشري مرستې رسېدلي او هڅې روانې دي چې پاتې اړمنې کورنۍ، په ګډون د ګوجر قوم، هم تر پوښښ لاندې راشي.




د کونړ مرستیال والي، مولوي عبدالله حقاني، ویلي:
«موږ د خلکو له ستونزو خبر یو او د ګوجر قوم موضوع مو هم له نږدې څېړلې ده. اړوندو موسسو ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې د ګوجر قوم یو شمېر کورنۍ، بلکې د کونړ په نورو سیمو کې هم خلک د بشري مرستو د ویش د شفافیت غوښتنه کوي.
پرویز: څرګند
کنړ ولایت
