د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د ۱۵۰۲ پلی منصوري لواء منسوبینو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله بند پاتې هېوادوال ژغورلي دي.
د یادې لواء د څلورم حمایه کنډک رئیس ارکان الحاج ملا صدیق الله «نوراني» د یوه ټیم په مشرۍ د ژغورنې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې هغه کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړي چې د سیلابونو په اوبو کې بند پاتې وو.
چارواکي وایي، د ژغورنې دغه عملیات په چټکۍ او همغږۍ ترسره شوي او هڅه شوې چې د خلکو ژوند وژغورل شي او زیانونه کم شي.

