په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست، مولوي فضل محمد حقاني، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رییس علياکبر نظري سره کتلي دي.
د سفارت د معلوماتو له مخې، دا لیدنه د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې ترسره شوې ده.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د کابل او تهران ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، د همکاریو پر پیاوړتیا او له سفارت سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې او سلا مشورې کړې دي.
سره له دې چې د دې لیدنې نور جزئیات نه دي شریک شوي، خو ایران د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره خپلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

