xr:d:DAFgV01wMpg:293,j:46214442591,t:23050110
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایي د همدې روان کال د حمل میاشتې له شروع تر پایه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲۹۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۱۱۹۲ ټنه او د خواف هرات ۱۱۱۸۴۸ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۷۳۹۸۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي
ویاند لیکلي د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي په حمل مياشت کې ۹۲۷۵ټنه صادرات شوي ،چې لویه برخه وچه میوه او دانارجوس دي.
د وزارت د ویاند په وینادټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
حق شناس زیاته کړې هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

