ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې د امریکا او اسراییلو له لوري د بریدونو په دوام کې د اصفهان د ګاز ادارې ودانۍ او د ګازو یو مرکز په نښه شوي، چې له امله یې یادو تاسیساتو او نږدې کورونو ته زیان اوښتی دی.
د راپورونو له مخې، د خرمشهر د برېښناکوټ د ګاز نللیکه هم تر برید لاندې راغلې ده.
د خرمشهر ولسوال ویلي چې یو توغندی د ګاز سټېشن له ساحې بهر لګېدلی، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي وو، د جګړې وزیر ته یې پر ایران د بریدونو د درولو امر کړی دی

