د نورستان د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست تر چتر لاندي د ډاکار موسیسي په تخنکي زیار او د اروپايي ټولني په مالي مټ څه باندي ۲ سوه کورنیو ته د پاکو او صحي اوبو رسولو د یوې شبکې چاري پیل شوې دي
په کشټیکي کلي کې دغه شبکه چې زخیره پکې د ۳۰ متره اوبو طرفیت به ولري ۹۱ شیردانونه او ۷ کیلومتره پایپ غځونه پکې شوې ده چې پرمټ به يي خلکو ته پاکې او صحي اوبه ورسیږي.
په ورته مهال کې د کشټیکي د کلي اوسېدونکي وايي دا لومړي ځل دی چې دوۍ ته د بیارغوني په برخه کې دغه ډول پروژه ترسره کیږي
دوۍ زیاتوي پخوا يي د پاکو اوبو د نشتون په برخه کې ګڼي ستونزي ګاللي چې ددۍ شبکې په جوړیدو سره به يې ستونزي په یاده برخه کې ستونزي حل شې
نورستان د هیواد په ختیځ کې پروت هغه لیرې ولایت دی چې د رغنیزو چارو د ترسره کیدو په برخه کې د حکومتونو د پامه لویدلی وو چې اوس د اسلامې امارت تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته پکې ګڼي پرمختیایي پروژي پکې تر کار لاندي دي

