د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي چې خبرې او مذاکرات د تسلیمۍ یا شاتګ په مانا نه دي
پزشکیان ویلي له مذاکراتو یې موخه د ایران د ملت د حقونو ترلاسه کول او د دغه هېواد له ملي ګټو دفاع ده.
نوموړي ټینګار کړی هېڅکله به دښمن ته سر ټیټ نه کړو او که خبره د مذاکراتو راشي مانا یې تسلیمي یا شاتګ نه دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا دوام لري او تر اوسه کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو که تهران یوه هوکړه ومني د دغه هېواد پر وړاندې به د امریکا او اسراییل ګډه جګړه پای ته ورسېږي

