د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې اوس د دې وخت دی چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه او جګړه پای ته ورسول شي.
نوموړي ویلي چې ایران دا کار د کمزورۍ له دریځه نه، بلکې د «ځواک او برلاسۍ» له دریځه کوي.
پزشکیان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو پایلې او د اسلاماباد د هوکړې یادونه د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه کړې ده.
هغه ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې د تسلیمېدو معنا نه لري، او که پر ایران هر ډول سرغړونه یا برید وشي، تهران به سخت غبرګون وښيي.
د ایران ولسمشر ویلي چې هېواد یې د خپلو ګټو، امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره چمتو دی، خو د ستونزو د حل لپاره دیپلوماتیکې لارې هم مهمې دي.
شنونکي وايي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو راتلونکی به د دواړو لورو د هوکړې، د اټومي پروګرام، بندیزونو او سیمهییزو موضوعاتو له حل سره تړاو ولري.
تر اوسه د بشپړې او وروستۍ سولې هوکړې په اړه خپلواک تایید محدود دی.
سرچینه : سپوږمۍ راډيو

