د بښنې نړۍوال سازمان کابل کې د مارچ میاشتې په ۱۶مه د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان پوځي رژیم د برید د احتمالي جنګي جرم په توګه د څېړنې غوښتنه کړې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان د خپلو تازه موندونو له مخې ویلي، د پاکستاني رژیم د هغو ادعاوو د تایید لپاره یې هیڅ ډول شواهد ونه موندل چې ګواکې د برید پر مهال د «امید» روږدو درملنې مرکز څخه د وسلو او مهماتو د ذخیره کولو او یا نورو پوځي موخو لپاره کار اخیستل کېده.
یاد سازمان دغه هوایي بریدونه د هغو ځانګړو اصولو خلاف بللي چې د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخې روغتیایي مرکزونو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ټاکل شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان په خپله څېړنه کې دا هم ویلي، پر امید کمپ برید له نړۍوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه ده او ښايي د جنګي جرم بڼه ولري.
دغه سازمان د پاکستان له حکومت غوښتي، د کافي شواهدو د نشتون په صورت کې ټول هغه کسان چې د برید په پلان او ترسره کولو کې یې مسوولیت درلود د نړۍوالو قوانینو پر اساس تر څېړنو لاندې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال مارچ په ۱۶مه د پاکستان پوځي رژیم کابل کې د امید روږدو درملنې کمپ په نښه شو چې تر ۴۰۰زیات کسان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شول.
سرچینه : حریت

