د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د بیجینګ، ایران، افغانستان پر مسیر لومړی مستقیم ترانزیټي اورګاډی خپل سفر بشپړ کړی او د ایران د اورګاډي شبکې له لارې یې د لومړي ځل لپاره هرات ته بار رسولی دی.
ویل کېږي، په دې اورګاډي کې شاوخوا ۵۰۰ ټنه فایبري تختې بار وې، چې د بار له ښکته کېدو او بیا تنظیم وروسته د ایران د اورګاډي شبکې له لارې په مستقیم ډول د هرات د روزنک تمځای ته لېږدول شوې.
د ایران او افغانستان د اورګاډي دهلېز مشر، مصطفی رضايي، ویلي چې د دې مستقیم ترانزیټي مسیر فعالېدل ښيي چې د خواف او هرات د اورګاډي کرښه د ترانزیټ او سوداګرۍ د عملي پراختیا نوي پړاو ته داخل شوې ده.
د هغه په وینا، دا نوې ترانزیټي لاره به د توکو د لېږد وخت او لګښتونه د پام وړ راکم کړي او د سیمهییزې سوداګرۍ په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
د راپور له مخې، دغه اورګاډی له بیجینګ څخه روان شوی، د ترکمنستان او ایران له لارې یې سفر کړی او د خواف او هرات د اورګاډي کرښې په وسیله د هرات د روزنک تمځای ته رسېدلی دی
سرچینه : امید راډيو

