د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن اخوند له بيبيسي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ولایتونو ته سفرونه نه کوي، ځکه د تفریح پر ځای د خلکو د ستونزو له حل څخه خوند اخلي.
نوموړي ویلي، ولایتونو ته د سیاحت او تفریح لپاره نه ځي او خپل ډېری وخت یې د کاري مسوولیتونو ترسره کولو ته ځانګړی کړی دی.
رییسالوزراء ویلي، خپلې ورځنۍ چارې د یوه مهالوېش له مخې پر مخ وړي او تر ناوخته شپې پورې په خپل کاري دفتر کې پاتې کېږي.
هغه دغه راز ویلي، د هېواد له حالاتو د خبرېدو لپاره د ریاستالوزراء د دفتر له لارې راپورونه ترلاسه کوي او د ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې کوي.
ملا محمدحسن اخوند ویلي، له ټیلیفون څخه ډېره استفاده نه کوي، خو له رسمي کاري وخت وروسته د بېړنیو حالاتو د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره له یوه ساده ټیلیفون څخه ګټه اخلي.
سرچینه : حریت

