د ننګرهار ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند د څلورم فارم په سیمه کې د یوه ویټز او کراسروډ موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د ویاند په خبره، له پېښې سره سم امنیتي او ترافیکي پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
سرچینه : شرق نیوز

