د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو سیمې د پیره خېلو کلي د خان محمد عالم خان او ظفرخان کورنیو ترمنځ اویا کلنه دښمي په دوستۍ بدله شوه
د دې دښمنۍ پر مهال دواړو لوریو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
دواړو لوریو پخپلو تېرو کړنو سخته پښیمیاني څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې د ورورګلوۍ د ژوند تېرولو ژمنه وکړه.
دوی همدا راز په نورو خلکو هم غږ وکړ چې؛ خپلې ستونزې دې د ټوپک پرځای د خبرو د لارې حل کړي څو یې ژوند له کړاوونو ډک نشي.
د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وایي؛ په دې ولایت کې یې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته د دیني علمائو او قومي مخورو په هڅو نږدې دوه زره دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي دي.
د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وایي؛ په دې ولایت کې پاتې ټولې دښمنۍ د خبرو او جرګو له لارې حل کړي او دغه لړۍ یې تر بل هر وخت چټکې کړې دي.
راپور : سباوون ساحل

