د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان د څلورمې درجې سفر خبرداري په نوملړ کې شاملول بېبنسټه بللي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته هېڅ ډول ګواښ نه شته.
نوموړي زیاته کړې، هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو سېلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر افغانستان ته سفرونه کوي او له هېڅ ډول امنیتي ګواښ سره نه مخ کېږي.
مجاهد ویلي، امنیتي ځواکونه د بهرنیو وګړو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي او د افغانستان د وضعیت په اړه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اندېښنو لاملونه وڅېړل شي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

