د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد ادارې اړوند د جنایي تحقیقاتو مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې لسګونه ناقانونه وسلې او یو شمېر پوځي مهمات نیولي دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یادې وسلې او پوځي مهمات د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو او ترسره شویو اقداماتو په پایله کې ترلاسه شوي دي.
دغه اقدامات د ناقانونه وسلو د راټولولو، د وسلو د خپلسرو ګرځولو د مخنیوي او د امنیتي وضعیت د لا ښه کېدو په موخه ترسره شوي دي.
د غزني امنیتي مسؤلینو په مرکز او ولسوالیو کې د ناقانونه وسلو د پېژندلو او راټولولو هڅې روانې ساتلې دي، څو د خلکو د خوندیتوب او عامه نظم په برخه کې امنیتي تدابیر پیاوړي شي
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

