د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، بدخشان کې یې هغه کسان وار له مخې مهار کړي چې سرغړونو او خپل سریو ته یې اراده درلوده.
مجاهد زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د امنیتي وضعیت د کنټرول بشپړ توان لري او دې برخه کې د اندېښنې هېڅ اړتیا نشته.
نوموړي ویلي، هېڅ هېواد باید د افغانستان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ونه لري.
د نوموړي دا څرګندونې د بحران نړیوالې ډلې تېرې ورځې هغو ادعاوو ته ځواب دی چې ویلي یې و، د افغانستان په شمال کې ناامني په زیاتېدو ده.
سرچینه : شرق نیوز

