د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د متقابلو تورونو او پوځي اقداماتو پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
متقي وویل، افغانستان د ستونزو د سولهییز حل غوښتونکی دی، خو د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل حق ګڼي.
هغه ټینګار وکړ چې افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو سره متوازنې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سیمې د اقتصادي اتصال مهمه نقطه کېدای شي.
د هغه په وینا، د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او ټرانسافغان رېلپټلۍ په څېر پروژې د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره مهمې دي.
متقي همداراز وویل چې د کوکنارو کښت او د نشهیي توکو د تولید کچه په افغانستان کې ډېره راټیټه شوې ده.
هغه له سیمهییزو هېوادونو وغوښتل چې د نشهیي توکو د مخنیوي ترڅنګ افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت او قانوني کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې زمینه هم برابره کړي.
سرچینه : شرق نیوز

